IQNA

 د محمد محمود طبلاوی ډير کم لیدل شوی تلاؤت(فیلم)

7:29 - May 07, 2024
د خبر لمبر: 3489180
ایکنا – د مصر یو مشهور قاري  او ددغه هیواد د قاریانو او حافظانو د ټولنې مشر محمد محمود طبلاوي  د ۲۰۲۰کال دمئ په ۵ نیټه  په ۸۶کلنۍ کې  او د قرآن په لاره کې  له ۶۰خدمت  وروسته دحق دعوت ته لبیک ووئيل. پّ همدې مناسبت  د مصر ددغه مشهور قاري ډوه تلاؤتونه ډير کم لیدل شوي دي چې ستاسو  خدمت ته به هم وړاندې شي.

ایکنا نیوز راپور راکوي،  محمد محمود طبلاوي  د ۱۹۳۴کال دنومبر په ۱۴ نیټه  د  امبابه الجیزه دمرکز  میت عقبه  په کلي کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې .دهغه پلار حاج مجمود،  محمد ، چې یوازینی زوی ئې ؤ، د کلي مکتب خانې ته بوته څو هلته قرآن کریم زده کړي . محمد په څلور کلنۍ کې د قرآن لاره په وړاندې ولرله  او په لس کلنۍ کې هغه حفظ اوتجوید  پآي ته ورساوه‌.

هغه په ۱۲کلنۍ کې د ریډیو د مشهورو قاریانو ترڅنګ   د مشهورو  کورنیو ، نامتو شخصیّتونو ، مسئولانو  او لویانو د درنښت دسترو ته بلل کید  وا له دې وروسته چې ۱۵کلن شو ، ددوي په مینځ کې ئې لوړ مقام ترلاسه کړڅو هغه ځيری چې د هغه نیکه  دهغه پلار ته ورکړی ؤ، چې د هغه لمسئ به  د قرآن یو حافظ او قاري  وي، پوره شي.

 هغه همداراز د مصر  او  الازهر د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت د نماینده په توګه ډيرو هیوادونو ته سفرونه وکړل او دقرآن کریم په ډيرو  نړیوالو سیالیو کې ئې هم  قاضي په توګه ګډون درلودلی دی.

خدای بخښلی طبلاوي قرآن کریم ته د خدمت په زمینې کې د هغه د هلوځلو په قدرونې اوستاینې کې  دلبنان  هیواد ځانګړی میډال  ترلاسه کړ.

د طبلاوي  شهرت نه یوازې په مصر کې  خور وور شو ، بلکې  هغه  د نۍ کابو سلو هیوادونو ته سفرونه وکړل چې  له هغو ځيني د مصر داوقافو وزارت  یا د الازهر په نماینګۍ د ځينو دیني محفلونو دترسره کونکو له خوا بلل شوی ؤ.

په دوام کې د محمد طبلاوي د تلاؤت  ډیره کمه لیدل شوي ویډیو مشاهده کوئ ،  چې د انبیاء سورې  له ۸۵آيت څخه تر ۸۸پورې آیتونه قرائت کړي دي.

د انبیاء مبارکې سورې  له ۸۵ آیت  څخه  ددغې سورې تر ۸۸ پورې آیتونه،وړاندې کیږي، په دې هیله چې د خوښې وړ مو وګرځي.

 

وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿۸۵
 
وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُمْ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۶
 
وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۷
 
فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸
 

په دوهمې ویډیو کلیپ کې هم  د یونس سورې  له ۸۴ آيت څخه تر ۸۶ آیتونوو پورې   دشیخ محمد محمود طبلاوي له تلاؤت سره  اړونده ډیره مینه او ولوله پيدا کړه.


وَقَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُسْلِمِينَ ﴿۸۴

فَقَالُوا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۸۵


وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۸۶

https://iqna.ir/fa/news/4213987

captcha